په پاکستان کی د طالبانو دری غړی وژل شوی
Dec 03, 2017 12:18 Asia/Kabul
د پاکستان په پنجاب صوبه کی، له امنیتی ځواکونو سره د طالبانو د غړیو نښته، د یادې ډلې د دریو غړیو د وژلو سبب شوه.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د ټروریزم ضد ادارې اعلان وکړ: پدغه نښته کی چی بیګاه د پاکستان د پنجاب صوبی په«فیصل آباد» ښار کی وشوه، د طالبانو ډلې دوه غړی هم وتښتیدل.
پنجاب د پاکستان له نا امنو صوبو څخه دئ، چی د سپاه صحابه؛ لښکر جهنګوی او جماعت الاحرار په شمول، یو شمیر ترهه ګری پکی فعالی دی.