په میر علي کې په بم چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60583-په_میر_علي_کې_په_بم_چاودنه_کې_شپږ_کسان_ووژل_شول
 په شمالي وزیرستان کې په چاودنه کې  څوارلس کسان مړه او ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2017 17:13 Asia/Kabul
  •  په میر علي کې  په بم چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول

 په شمالي وزیرستان کې په چاودنه کې  څوارلس کسان مړه او ژوبل شول.

 

د راپورونو له مخې د پاکستان د وفاق تر کنټرول لاندې سیمې یا فاټا د شمالي وزیرستان  په میر علي سیمه کې د یو موټر سیکل د  چاودنې له امله شپږ کسان مړه او اته ژوبل شول.

د لومړی راپورونو له مخې  په میر علي کې دغه موټر سیکل ته په آیی اي ډي سره چاودونه ورکړل شوې  او هدف یې  هغه ګاډی و چې د پوځي تربیت لپاره یې  کسان وړل .  د چاودنې له امله په ګاډي کې سپاره درې کسان او درې نور کسان مړه او  او اته کسان ژوبل شول.  ژوبل کسان د  بنو ډسټرکټ هیډ کوارټر روغتون ته وړل شوې دي. تر اوسه کومې ډلې د دغه ترهه ګرې حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.

د یادولو ده چې  تیره اونۍ هم په جنوبي وزیرستان کې  د بم چاودنه شوې وه چې پکې دامن کمیټې دمشر په شمول پینځه کسان وژل شوې وو.