له پاکستان سره د افغانستان په سرحدونو لازیاته څارنه پکار ده
Dec 06, 2017 04:18 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې په دغه هیواد کښې ۹۷ فیصده ترهګرې حملې د افغانستان د خاورې له لارې شوې دي.
د ایرنا خبري د خبر له مخې خواجه محمد آصف پرون د پاکستان جیو خبري چینل ته په مرکه کښې وویل: په دې وروستیو میاشتو کښې په پاکستان کښې له ترسره شویو ۱۲۸ ترهګرو بریدونو څخه ۱۲۵ حملې د افغانستان په خاوره کښې د موجودو ترهګرو عواملو لخوا شوې دي.
د پاکستان خارجه وزیر وویل: د پاکستان لوړرتبه چارواو د امریکې له دفاع وزیر سره په کتنه کښې له هغه غوښتي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر موجودو پولو لازیاته څارنه ولري او خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره کوشش وکړي.
د پاکستان دغه چارواکي په دوام کښې وویل: د پاکستان پوځي او سیاسي چارواکي د سیمې د امنیت او ثبات په وړاندې ګډ دریځ لري.
ټیګونه