د پاکستان خارجه وزارت د ټرمپ تصمیم وغانده
د پاکستان خارجه وزارت د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کی، د امریکی د ؤلس مشر فیصله وغندله.
د ایرنا د راپور سره سم، د پاکستان خارجه وزارت تیره شپه، په یوې بیانیه کی همداراز اعلان وکړ؛ اسلام آباید د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کی، د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» عجولانه او نه سنجول شوئ اقدام، د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو، څرګند پایمالول بولی.
د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کی، پدی په ټینګار سره چی، د ټرمپ نه سنجول شوئ اقدام، د سیمی سوله او امنیت په خطر کی اچوی؛ همداراز د امریکی له مقامونو غوښتل شوی دی؛ له هر ډول اقدام څخه چی د قدس شریف قانونی او تاریخی وضعیت ته بدلون ورکوی، مخنیوی وکړی او پدی هکله د ملګرو ملتونو په پریکړه لیکونو پابند اوسی.