پاکستان له ایران سره خپل تجارت په یورو کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6070-پاکستان_له_ایران_سره_خپل_تجارت_په_یورو_کوی
پاکستان له دې وروسته له ایران سره خپله راکړه ورکړه په (یورو) ترسره کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2016 16:08 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره خپل تجارت په یورو کوی

پاکستان له دې وروسته له ایران سره خپله راکړه ورکړه په (یورو) ترسره کوی.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلی چې پاکستانی سوداګر له ایرانه د وارداتو لپاره اعتباری اسناد (ایل، سی) د ډالر پر ځاې په یورو کښې خلاصوی.

د پاکستان مرکزی بانک باوری دی چې د دغه هیواد تاجران د ایران د بندیزونو په ختمیدو سره له دې هیواد سره راکړه ورکړه او تجارت پیلولی شی.

پاکستان له ایران سره د تجارت او په دې هیواد کښې د پانګونې لپاره د پام وړ فرصتونه لری چې د پاکستانی سوداګرو په باور، ضایع کول یې نه دی پکار.