که دامریکاډرون الوتکه دپاکستان حدودو ته داخله شی نونسکوره به ئې کړو
د ا سلام اباد او واشنګټن ترمینځ ترینګلتیاوې دافغانستان او جنوبی آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیر اګست کې دنوی سټر اټژۍ په اعلان پسې لازیاتې شوی ، امریکا مدعی شوی چې پاکستان دترهه ګرو په یوه کرار پټنځای بدل شوی دی ، چې دپاکستان لوړپوړو چارواکو دغه ادعا په کلکه رد کړې او وئیلی ئې دی پاکستان پخپله دترهه ګرۍ یو ستر قربانی دی .
زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ دپاکستان د پوځ دهوائی ځواک قوماندان ایئر چیف مارشل سهیل آمان نن په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئیلی دی ، اسلام اباد دخپلې خاورې د دفاع لپاره تیار دی او که دامریکا کومه الوتکه د پاکستان دهوائی حریم خلاف ورزی وکړی ، نو سملاسی به ټارګټ شی .
دپاکستان د هوائی ّځواک دغه قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې شوی ، چې په همداوروستیو کې دامریکا بې پیلوټه الوتکو د کورمې ایجنسۍ دپاره چنار سره نزدې په غوزګړی غرنۍ سیمې په توغندوی حملې سره یو شمیر وسله وال طالب کمانډران په نښه کړی وو . او دغه راز نورې قبایلی سیمې هم دامریکا دبې پیلوټه الو تکو له توغندوی حملو په آمان کې نه دی .
د پاکستان دغه لوړپوړی پوځی قوماندان ګواښ کړی ، دپاکستان په داخل کې دې څوک دګوت وهنو هڅه نه کوی ،ځکه د هیواد واکمنی او دفاع به په هره بیّه چې وی ترسره کړی .
ایرچیف مارشل سهیل آمان نن دهوائی ځواک دپوّهنتون د :ائیر ټیک -۱۷ نومې سیمنار ته پخپلې وینا کې وئیلی ، پر هیچا د خپلې خوښې جمهوریت نشی تپل کیدلی د ولسواکۍ په نامې سره چې په عراق او لیبیا کې څه شوی دی له هیچا پټ نه دی .
هغه په عین حال کې روښآنه کړې ، چین ، ایران ،هندوستان او افغانستان زمونږ ګاونډیان دی او بیا به هم ګاونډیان وی او ګاونډیان نشی بدلولی او له خپلو ګاونډیانو سره دښو اړیکو غوښټونکی یوو . هغه دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې وئیلی امریکا په کرتو له مونږ سره ژمنه کړې چې دهوائی ځواک داړتیاوړ وسلې به ورکړو خو تراوسه پورې ئې پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دپاکستان دپوځ هوائی ځواک دخپل ضرورت زیاتره وسلې پخپله جوړوی او ډیر زر به ئې دخرڅلاؤ لپاره بازار ته هم وړاندې کړی .