پاکستان ته د ایران د بریښنا صادرات۴۰ سلنه زیاتیږی
ایران او پاکستان د بریښنا د صادراتو لپاره د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا په لړ کښې موافقه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د انرجۍ وزیر حمید چیت چیان نن په اسلام آباد کښې د پاکستان د اوبو او بریښنا د وزیر خواجه محمد آصف سره په کتنه کښې پاکستان ته د ایران د بریښنا د صادراتو د ۴۰ فیصدی زیاتوالی په سر موافقې ته ورسید.
تهران او اسلام آباد په ۲۰۰۰ میلادی کال کښې پاکستان ته د ایران د بریښنا د صادراتو د زیاتیدو په لړ کښې موافقه کړې وه.
په دغه کتنه کښې همداشان له ایرانه پاکستان ته له زرو نه تر درې زرو میګاواټو پورې د بریښنا د صادراتو د وړتیا د زیاتیدو په هکله ابتدایی خبرې اترې وشوې.
خبر زیاتوی چې ټاکل شوې دا چاره راتلونکې میاشت تهران ته د پاکستان د اوبو او بریښنا د وزیر په سفر کښې فاینل او نهایی شی.