پاکستان او روسیې دګیسو دپایپ لاین دجوړولولپاره موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60829-پاکستان_او_روسیې_دګیسو_دپایپ_لاین_دجوړولولپاره_موافقه_وکړه
روسیه هڅه کوی له پاکستانه د ګیسو دپایپ لاین په اجرا سره له ایرانه د ګیسو سترې زیرمې پاکستان ا و هندوستان ته صادرې کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 09, 2017 11:58 Asia/Kabul
  • پاکستان او روسیې دګیسو دپایپ لاین دجوړولولپاره موافقه وکړه

روسیه هڅه کوی له پاکستانه د ګیسو دپایپ لاین په اجرا سره له ایرانه د ګیسو سترې زیرمې پاکستان ا و هندوستان ته صادرې کړی .

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې  راپور  ورکړی ،   له دغې موافقې وروسته ټاکل شوې ،  د ګیسو دپایپ لاین دجوړولو لپاره  د یاددښت دتفاهم لیک چې  څو میلیارډ ډالری لګښت لری ،   په راتلونکی کې  د روسیې اوپاکستان دلوړپوړو چارواکو ترمینځ لاسلیک شی .

 د یاددښت  دغه تفاهم لیک  دامریکا دحکومت د    تمو په اپوټه دی چې  دایران  او پاکستان  ترمینځ دګیسو دپایپ لاین د  پروژې داجرا  لپاره  له  هرډول پانګونې سره مخالف دی .

ټاکل شوې ده  د پآکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ډیر زر روسیې ته په سفر لاړ شی .  چې  ممکنه ده  په همدې سفر کې پر دغې پروژې    هم موافقه وشی .    په دغه راپور کې وئیل شوی  دی ، روسیه  هڅه کوی   له پاکستانه د ګیسو دپایپ لاین  په اجرا سره   له ایرانه د ګیسو سترې زیرمې  پاکستان ا و هندوستان  ته صادرې کړی .

  د روسیې  حکومت  چې پخپلې خاورې کې دګیسو دانرژۍ  سترې زیرمې لری ، د  یوکراین  دشخړې  پشمول  دبیلابیلو موضوعګانو په باب له امریکا او اروپا سره   د ژورو  اختلافاتو   په دلیل  د اروپا د انرژۍ د بازارونو دله لاسه ورکولو  په باب  اندیښمن دی .

  دګیسو د سولې په پایپ لاین   مشهوره  پاکستان ته له ایرانه  دګیسو درسونې پروژه  کلونه کلونه کیږی ،  پیل شوې ده ، خو  د ځینو  هیوادونو  لاسوهنو،   پاکستان کې د دغې پروژې  اجرا ځنډولې ده .  په پاکستان کې  دګیسو دمصرف اندازه   په تیرو دیرشو کلونو کې  څه دپاسه اتیا فی صده  زیاته شوې ده .