پاکستان او روسیې دګیسو دپایپ لاین دجوړولولپاره موافقه وکړه
روسیه هڅه کوی له پاکستانه د ګیسو دپایپ لاین په اجرا سره له ایرانه د ګیسو سترې زیرمې پاکستان ا و هندوستان ته صادرې کړی .
دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی ، له دغې موافقې وروسته ټاکل شوې ، د ګیسو دپایپ لاین دجوړولو لپاره د یاددښت دتفاهم لیک چې څو میلیارډ ډالری لګښت لری ، په راتلونکی کې د روسیې اوپاکستان دلوړپوړو چارواکو ترمینځ لاسلیک شی .
د یاددښت دغه تفاهم لیک دامریکا دحکومت د تمو په اپوټه دی چې دایران او پاکستان ترمینځ دګیسو دپایپ لاین د پروژې داجرا لپاره له هرډول پانګونې سره مخالف دی .
ټاکل شوې ده د پآکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی ډیر زر روسیې ته په سفر لاړ شی . چې ممکنه ده په همدې سفر کې پر دغې پروژې هم موافقه وشی . په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، روسیه هڅه کوی له پاکستانه د ګیسو دپایپ لاین په اجرا سره له ایرانه د ګیسو سترې زیرمې پاکستان ا و هندوستان ته صادرې کړی .
د روسیې حکومت چې پخپلې خاورې کې دګیسو دانرژۍ سترې زیرمې لری ، د یوکراین دشخړې پشمول دبیلابیلو موضوعګانو په باب له امریکا او اروپا سره د ژورو اختلافاتو په دلیل د اروپا د انرژۍ د بازارونو دله لاسه ورکولو په باب اندیښمن دی .
دګیسو د سولې په پایپ لاین مشهوره پاکستان ته له ایرانه دګیسو درسونې پروژه کلونه کلونه کیږی ، پیل شوې ده ، خو د ځینو هیوادونو لاسوهنو، پاکستان کې د دغې پروژې اجرا ځنډولې ده . په پاکستان کې دګیسو دمصرف اندازه په تیرو دیرشو کلونو کې څه دپاسه اتیا فی صده زیاته شوې ده .