پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه اړیکې پیاوړی کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60865-پاکستان_او_افغانستان_دوه_اړخیزه_اړیکې_پیاوړی_کوی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت وویل دغه هیواد په پینځو(۵) ګډو کاری ډلو سره اطلاعاتو او امنیت ته داړونده مسایلو په شمول په بیلابیلو زمینو کښې له افغانستان سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو دپیاوړتیا لپاره ملګرتیا کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2017 00:46 Asia/Kabul
  • له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان او دافغانستان اړیکې تل له تاوتریخوالو او اختلافاتو سره مخ دي .
    له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان او دافغانستان اړیکې تل له تاوتریخوالو او اختلافاتو سره مخ دي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت وویل دغه هیواد په پینځو(۵) ګډو کاری ډلو سره اطلاعاتو او امنیت ته داړونده مسایلو په شمول په بیلابیلو زمینو کښې له افغانستان سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو دپیاوړتیا لپاره ملګرتیا کوی .

د پاکستان دخارجه وزارت په بیانیې کښې ویل شوی دی دغه پینځه(۵) ګډې کاری ډلې د کډوالو د چارو  او ټرانسپورټ په زمینې کښې دتعاملاتو او  د تجارتی ، اقتصادی او پوځی ملګرتیاو او داطلاعاتو د شریکولو او له ترهګرۍ سره دمبارزې په زمینو کښې د ملګرتیا د زیاتیدا سبب کیږی .

له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان او دافغانستان اړیکې تل له تاوتریخوالو او اختلافاتو سره مخ دی خو سرحدی اختلافاتو او له ترهګرۍ په ملاتړ دیوه بل تورنولو دغه تاوتریخوالی نور هم پسې زیات کړی دی .