پاکستان باید د ګازو تړون زر بشپړ او اجرا کړی
-
سعودي عربستان او امریکا له ایران څخه پاکستان ته دګازو د انتقال په لاره کښې خنډونه جوړوي .
ایرنا خبری اژانس وایی په پاکستان کښې دایران داسلامی جمهوریت سفیر «مهدی هنر دوست »پاکستان ته د صلحې د نل لیک په نوم د ایران د ګازو د انتقال د پایپ لاین د پروژې د تړون په چټک ډول په اجرا کیدا ټینګار وکړ .
هغه دصلحې د نل لیک په نوم پاکستان ته دایران د ګازو د انتقال دپایپ لاین د پروژې د بشپړیدا او اجرا لپاره د پاکستان په جدی اقدام ټینګار سره وویل له پاکستان سره دایران دتجارت اندازه څه دپاسه پینځلس سوه(۱۵۰۰)میلیونه ډالره ده او د ګازو دنل لیکې بشپړیدل د پاکستان برخلیک بدلولای شی .
په پاکستان کښې دایران داسلامی جمهوریت سفیر مهدی هنر دوست د صلحې دګازو دنل لیکې دپروژې د بشپړولو لپاره د اسلام اباد د حکومت په بې پامۍ نیوکه وکړه او ویې ویل ایران له پاکستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوی خو امریکا او نور اروپایی هیوادونه داسلامی هیوادونو ترمینځ د تفرقې په رامینځته کولو سره په مینځنی ختیځ د واکمنۍ کوشش کوی .
د ایران اسلامی جمهوریت پاکستان ته د صادراتو لپاره دګازو دنل لیکې دتړون په وړاندې په خپلو ژمونو عمل کړی دی او د پاکستان تر سرحد پورې یې د ګازو نل لیکه جوړه کړی ده خو اسلام اباد تراوسه دخپلو ژمنو د اجرا په لاره کښې هیڅ عملی ګام نه دی پورته کړی او هماغه راز دایران پرضد دامریکا بایکاټونه یوه(۱) پلمه ګرځوی .
په پاکستان کښې د ګازو او دبریښنا کمی او د سونګو او دانرژۍ لوړې بیې او په هیواد کښې هره ورځ د ډیرو ساعتونو لپاره د بریښنا غوڅیدل دخلکو لپاره یوه(۱) جدی ستونزه او مشکل دی او د اسلام اباد حکومت تراوسه نه دی توانیدلی چې د انرژۍ او دسونګو دغه مشکلات حل کړی .
اقتصادی کارپیژاندی وایی که چیرې پاکستان زر له ایران څخه ګاز او بریښنا وارده کړی نو ددغه هیواد اقتصاد به بیخی زیات پیاوړی شی او د میلیونونو خلکو لپاره به د ګارروزګار فرصتونه هم رامینځته شی .
سعودی عربستان او امریکا له ایران څخه پاکستان ته دګازو د انتقال په لاره کښې خنډونه جوړوی .