اسرائیل دسیمې او دنړۍ دبې ثباتۍ عامل دی
-
په فلسطیني ټاټوبي کښې د سرائیلو دجعلي رژیم د جوړیدا له وخت راهسې امریکا تل ددغه رژیم ملاتړي ده .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک صهیونیسټ رژیم په سیمه او نړۍ کښې د بې ثباتۍ اصلی عامل وباله .
دپاکستان دپیپلز ګوند نامتو غړی او د دغه هیواد دکورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک وویل صهیونیسټ رژیم دفلسطین دملت پرضد جنایتونو او نیواکګرۍ سره په سیمه کښې د بې ثباتۍ اصلی عامل دی .
رحمان ملک وویل په فلسطینی ټاټوبی کښې د اسرائیلو دجعلی رژیم د جوړیدا له وخت راهسې امریکا تل ددغه رژیم ملاتړی ده او له دې کبله اسرائیل د امریکا د همدغه ملاتړ په سیوری کښې نیواکګرۍ او د فلسطین دخلکو پرضد جنایتونو ته دوام ورکوی .
د پاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک د صهیونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس په پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستی اقدام ته په غبرګون کښې وویل دغه اقدام د فلسطین دحقوقو او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده .