اسرائیل دسیمې او دنړۍ دبې ثباتۍ عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61301-اسرائیل_دسیمې_او_دنړۍ_دبې_ثباتۍ_عامل_دی
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک صهیونیسټ رژیم په سیمه او نړۍ کښې د بې ثباتۍ اصلی عامل وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 02:41 Asia/Kabul
  • په فلسطیني ټاټوبي کښې د سرائیلو دجعلي رژیم د جوړیدا له وخت راهسې امریکا تل ددغه رژیم ملاتړي ده .
    په فلسطیني ټاټوبي کښې د سرائیلو دجعلي رژیم د جوړیدا له وخت راهسې امریکا تل ددغه رژیم ملاتړي ده .

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک صهیونیسټ رژیم په سیمه او نړۍ کښې د بې ثباتۍ اصلی عامل وباله .

دپاکستان دپیپلز ګوند نامتو غړی او د دغه هیواد  دکورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک وویل صهیونیسټ رژیم دفلسطین دملت پرضد جنایتونو او نیواکګرۍ سره په سیمه کښې د بې ثباتۍ اصلی عامل دی .

رحمان ملک وویل په فلسطینی ټاټوبی کښې د اسرائیلو دجعلی رژیم د جوړیدا له وخت راهسې امریکا تل ددغه رژیم ملاتړی ده او له دې کبله اسرائیل د امریکا د همدغه  ملاتړ په سیوری کښې نیواکګرۍ او د فلسطین دخلکو پرضد جنایتونو ته دوام ورکوی .

د پاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک د صهیونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه د بیت المقدس په پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستی اقدام ته په غبرګون کښې وویل  دغه اقدام د فلسطین دحقوقو او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده .