د پاکستان په اوبو کی لس ګونه هندی کب نیونکی ونیول شول
Dec 16, 2017 08:50 Asia/Kabul
د هند ۴۳ کب نیونکی؛ د پاکستان اوبو ته د غیر قانونی ننوتنې له کبله، د پاکستان د ځواکونو له خوا ونیول شول.
د ایرنا د راپور له مخې؛ د پاکستان د اوبو غاړې د ځواکونو قوماندان«واجد نواز چودری» وویل: نیول شوی کسان؛ په پاکستان کی د بندرونو پولیسو ته وسپارل شول، او ټاکل شوې ده په محکمه کی له محاکمه کیدو وروسته، زندان ته منتقل شی.
د هندی مقامونو له قوله، په روان کال کی ۴۰۰ هندی کب نیونکی د پاکستان د ځواکونو په وسیله نیول شوی دی.
د نوامبر په میاشت کی د هند د اوبو غاړی ځواکونو هم، ۲۳ پاکستانی کب نیونکی، د دغه هیواد اوبو ته د غیر قانونی ورتلو په دلیل ونیول.