د پاکستان په اوبو کی لس ګونه هندی کب نیونکی ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61313-د_پاکستان_په_اوبو_کی_لس_ګونه_هندی_کب_نیونکی_ونیول_شول
د هند ۴۳ کب نیونکی؛ د پاکستان اوبو ته د غیر قانونی ننوتنې له کبله، د پاکستان د ځواکونو له خوا ونیول شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 08:50 Asia/Kabul
  • د پاکستان په اوبو کی لس ګونه هندی کب نیونکی ونیول شول

د هند ۴۳ کب نیونکی؛ د پاکستان اوبو ته د غیر قانونی ننوتنې له کبله، د پاکستان د ځواکونو له خوا ونیول شول.

 

د ایرنا د راپور له مخې؛ د پاکستان د اوبو غاړې د ځواکونو قوماندان«واجد نواز چودری» وویل: نیول شوی کسان؛ په پاکستان کی د بندرونو پولیسو ته وسپارل شول، او ټاکل شوې ده په محکمه کی له محاکمه کیدو وروسته، زندان ته منتقل شی.

د هندی مقامونو له قوله، په روان کال کی ۴۰۰ هندی کب نیونکی د پاکستان د ځواکونو په وسیله نیول شوی دی.

د نوامبر په میاشت کی د هند د اوبو غاړی ځواکونو هم، ۲۳ پاکستانی کب نیونکی، د دغه هیواد اوبو ته د غیر قانونی ورتلو په دلیل ونیول.