په پاکستان کښې ځان وژونکی حملې ۸ کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61399-په_پاکستان_کښې_ځان_وژونکی_حملې_۸_کسان_وژلی
زمونږخبریال وایی عینی کتونکو وویل چې د پاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د میتوډیسټ په نوم دکاتولیک کالیسا (Methodist Church)دروازې ته نږدې بم چاودنه وشوه او بیا کلیسا ته نږدې یوې(۱) ودانۍ ته دوه(۲) ترهګر چې ډزې یې کولې ورننوتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 10:25 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې اکثره ترهګرې حملې لشکر جهنګوي ،سپاه صحابه ، طالبان او دوې ته اړونده نورې وهابي تکفیري ترهګرې ډلې کوي .
    په پاکستان کښې اکثره ترهګرې حملې لشکر جهنګوي ،سپاه صحابه ، طالبان او دوې ته اړونده نورې وهابي تکفیري ترهګرې ډلې کوي .

زمونږخبریال وایی عینی کتونکو وویل چې د پاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د میتوډیسټ په نوم دکاتولیک کالیسا (Methodist Church)دروازې ته نږدې بم چاودنه وشوه او بیا کلیسا ته نږدې یوې(۱) ودانۍ ته دوه(۲) ترهګر چې ډزې یې کولې ورننوتل.

دپاکستان دبلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی وویل  یوه(۱) ترهګر دکلیسا مرکزی دروازې ته نږدې په ځان پورې تړلی چاویدونکی مواد ولوزول او بل  ټروریسټ د کلیسا په انګڼ کښې ووژل شو .

ویل کیږي چې دترهګرو شمیر څلورتنه وو اودوه(۲) په تښتې بریالي شوي دي .

پولیسو سیمه کلابند کړی ده او ژوبل کسان روغتون ته وړل شوی دی .

د بم چاودنې او ډزو په وخت د کلیسا دننه د دعا مراسم روان وو  او هلته څلورسوه(۴۰۰) کسان موجود وو چې زیاتره پکښې ښځې او ماشومان شامل وو .

دپاکستان د بلوچستان صوبې دپولیسو لوړرتبه افسر ایی جی معظم انصاری وویل په کلیسا کښې اوس امنیت ټینګ شوی او شاوخوا د پلټڼې عملیات پیل شوی دی .

دکویټه زرغون واټ د ګاډو دتګ راتګ لپاره تړل شوی دی او په کلیسا کښې موجود کسان امن ځایونو ته انتقال کړی شوی دی .

په پاکستان کښې اکثره ترهګرې حملې لشکر جهنګوی ،سپاه صحابه ، طالبان او دوې ته اړونده نورې وهابی تکفیری ترهګرې ډلې کوی چې تل پکښې بې ګناه خلک په تیره بیا ښځې او ماشومان وژل کیږی .