دپاکستان دپوځ مشر نن دمشرانو جرګې کمیټۍ ته وینا کوی
Dec 19, 2017 04:06 Asia/Kabul
-
په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې دطالبانو ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه ، جماعت الاحرار او دوې د نورو اړونده ترهګرو ډلو حملې زیاتې شوي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا به نن د مشرانو جرګې یوې کمیټۍ ته د ملی امنیت د مسایلو او د بهرنیو هیوادونو ته دخپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړی .
له جنرال قمر جاوید باجوا سره به دپوځ یو(۱) مهم چارواکی جنرال ساحر شمشاد میرزا هم وی .
د پاکستان دپوځ مشر به دمشرانو جرګې سینا دکمیټۍ دغه غونډې ته وینا د بندو ورونو شاته وکړی او دمعلوماتو دوړاندې کولو په وخت پوښتې وشی او ځوابونه به هم ورکړل شی .
په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې دطالبانو ، لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه ، جماعت الاحرار او دوې د نورو اړونده ترهګرو ډلو حملې زیاتې شوی اوتراوسه پکښې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی او دغه بریدونه اوس هم دوام لری .