دپاکستان دپوځ مشر نن دمشرانو جرګې کمیټۍ ته وینا کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61527-دپاکستان_دپوځ_مشر_نن_دمشرانو_جرګې_کمیټۍ_ته_وینا_کوی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا به نن د مشرانو جرګې یوې کمیټۍ ته د ملی امنیت د مسایلو او د بهرنیو هیوادونو ته دخپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2017 04:06 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې دطالبانو ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه ، جماعت الاحرار او دوې د نورو اړونده ترهګرو ډلو حملې زیاتې شوي .
    په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې دطالبانو ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه ، جماعت الاحرار او دوې د نورو اړونده ترهګرو ډلو حملې زیاتې شوي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا به نن د مشرانو جرګې یوې کمیټۍ ته د ملی امنیت د مسایلو او د بهرنیو هیوادونو ته دخپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړی .

 له جنرال قمر جاوید باجوا سره به دپوځ یو(۱) مهم چارواکی جنرال ساحر شمشاد میرزا هم وی .

د پاکستان دپوځ مشر به دمشرانو جرګې سینا دکمیټۍ دغه غونډې ته وینا د بندو ورونو شاته وکړی او دمعلوماتو دوړاندې کولو په وخت پوښتې وشی او ځوابونه به  هم ورکړل شی .

په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې دطالبانو ، لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه ، جماعت الاحرار او دوې د نورو اړونده ترهګرو ډلو حملې زیاتې شوی اوتراوسه پکښې په زرګونو بې ګناه  خلک وژل شوی او دغه بریدونه اوس هم دوام لری .