د مینځنی ختیځ هیوادونه دپاکستان په نسبت دامریکادګټوپه فکرکې دی
جنرال باجوا د سعودی عربستان په مشرۍ د ۴۱ اسلامی هیوادونو د پوځی ائیتلاف په باب په تفصیل سره خبرې وکړې او وې وئیل ، د دغه پوځی ائیتلاف موخې لا مشخصې نه دی او مونږ ته ئې اصل پرورګرام نه دی وړاندې کړی ، نو ځکه په دې باب کومه وارمخکې فیصله نشی کیدلی . که دا ثابته شی چې دغه ائیتلاف یو مسلکی ائیتلاف دی او کوم اسلامی هیواد په ضد به عملیات وکړی ، نوپاکستان به ئې هیڅکله هم برخه نشی .
زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ دپآکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه پرون په اسلام اباد کې د مشرانو جرګې د :بول کمیټۍ : استازو ته پخپل بریفینګ کې په ډاګه وئیلی دی ، دایران او سعودی عربستان ترمینځ دشخړې دحل لپاره سعودی عربستان د پاکستان وړاندیز ته مثبت ځواب ورنه کړ.
جنرال باجوا ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان د ایران او سعودی عربستان ترمینځ دشخړې دحل لپاره دمینځګړی درول لوبونې هڅه کړې ، خو دریاض چاروکو ورته سم ځوا ب ورنکړ چې یوه نهیلی کونکی چاره ده . دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان دکوم هیواد دنامې له اخستو په ډډه کولو سره تر دې حده ووئیل چې دمینځنی ختیځ هیوادونه له پآکستان سره مخلص نه دی ، البته دغه هیوادونه له امریکا سره متحددی او دهغوی دګټو په لړ کې اقدامات کوی او تراغیزو لاندې ئې دی . هغه همداراز د سعودی عربستان په مشرۍ د ۴۱ اسلامی هیوادونو د پوځی ائیتلاف په باب په تفصیل سره خبرې وکړې او وې وئیل ، د دغه پوځی ائیتلاف موخې لا مشخصې نه دی او مونږ ته ئې اصل پرورګرام نه دی وړاندې کړی ، نو ځکه په دې باب کومه وارمخکې فیصله نشی کیدلی . که دا ثابته شی چې دغه ائیتلاف یو مسلکی ائیتلاف دی او کوم اسلامی هیواد په ضد به عملیات وکړی ، نوپاکستان به ئې هیڅکله هم برخه نشی .
راپور ښئ جنرال باجوا تر درو ساعتونوپورې د مشرانو جرګې په دغې غونډې کې چې د دسنیټ دمشر رضا ربانی په مشرۍ سره ترسره شوی ، داستازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل . هغه د ددې پوښتنې پّه هوډمن ځواب کې چې آیا مونږ له امریکا سره مقابله کولی شو .؟ ووئیل ، که چیرې دایران اسلامی جمهوریت د اته کروړ آبادۍ سره سره له امریکا سره هراړخیزه مقابله کولی شی ،نو پاکستان چې دوه سوه میلیون نفوس لری ، او یو ایټمی هیواد دی ، ولې مقابله نشی کولی ؟ زمونږ پر قدرت اوقوت درسته نړۍ خبره ده . جنرال باجوه په ډاګه ووئیل دافغانستان خرابو حالاتو په مستقیم ډول پر پآکستان اغیزې شیندلی دی مونږ غواړو چې دافغانستان دشخړې حل له سیاسی لارو چارو ولټول شی د غه موضوع پوځی حل لاره نه لری او مونږ هم دافغانستان دسیاسی حل لپاره هر ډول هڅو اوملګرتیا ؤ ته تیار یوو .