د پاکستان په بلوچستان صوبه کی چاودنه شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61703-د_پاکستان_په_بلوچستان_صوبه_کی_چاودنه_شوی
د پاکستان په بلوچستان صوبه کی د چاودنی له کبله، لږترلږه دری تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2017 12:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان صوبه کی چاودنه شوی

د پاکستان په بلوچستان صوبه کی د چاودنی له کبله، لږترلږه دری تنه ووژل شول.

 

د پاکستان د رسمی  سرچینو په حواله، د ایرنا د نننی راپور په اساس، د بلوچستان صوبې د«دیره بګتی» په سیمه کی، د یو آمبولانس تر څنګ د یو بم د چاودنې له کبله، دری تنه وژل شوی، او نور ۷ تنه ټپیان شول.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دئ اخیستئ.

بلوچستان؛ د پاکستان له ډیرو نا امنو صوبو څخه شمیرل کیږی، او د سپاه صحابه؛ لښکر جهنګوی او جماعت الاحرار په شمول ترهه ګری ډلې، د یادې صوبی په نا امنیو کی اساسی رول لری.