پاکستان دې په قبایلي سیمو کې د داعش مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61829-پاکستان_دې_په_قبایلي_سیمو_کې_د_داعش_مخه_ونیسي
د پاکستان په قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ کې د پاکستان د وحدت مسلمین استازي  په دغه سیمه کې د داعش له خوا د غړو له نیولو سره د  دولت د پریکنده چلند غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 16:59 Asia/Kabul
  • پاکستان دې په قبایلي سیمو کې د داعش مخه ونیسي

د پاکستان په قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ کې د پاکستان د وحدت مسلمین استازي  په دغه سیمه کې د داعش له خوا د غړو له نیولو سره د  دولت د پریکنده چلند غوښتنه وکړه.

 

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې شبیر حسین ساجدي وویل:  د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې د داعش فعالیت زیات شوی او هغوي  د پاکستان په خاوره کې د ځان لپاره د غړو په نیولو او  عملیاتو په پیلولو لګیا دي.

 هغه زیاته کړه په تیرو څو میاشتو کې د پاکستان پوځ  په سیمه کې څو کامیاب عملیات کړې  چې  د داعش د دتوطئو د زیاتې برخې د  شنډیدو سبب شوې خو دغه عملیات کافي نه دي.

په کورمه کې  وحدت مسلمین استازي  ټینګار وکړ: کومې وسلې چې داعش ترهه ګره ډله لري د  امریکا له خوا هغوی ته رسیدلې او د واشنګټن چارواکي د داعش په پیاوړې کولو لګیا دي.

 له دې مخکې هم د پاکستان د  مجلس وحدت مسلمین ګوند عمومي منشي امریکا او صهیونسټ رژیم په سیمه کې د داعش ملاتړي ګڼلې وو.

علامه راجا ناصر عباسي جعفري ویلې وو: امریکا او صهیونسټ رژیم د تکفیري ډلو د جنایتونو ملاتړ  کوي او  له هغوي د سیمې د ناامنه کولو لپاره استفاده  کوي.