د لاهور د پرونۍ چاودنې د مړو شمیر ۷۰ ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6184-د_لاهور_د_پرونۍ_چاودنې_د_مړو_شمیر_۷۰_ته_ورسید
د پاکستان په لاهور کښې د پرونۍ چاودنې د مړو شمیر ۷۰ تنو ته رسیدلی په داسې حال کښې چې کابو ۳۰۰ ټپیان دی. په پنجاب صوبه کښې درې ورځې ویر اعلان شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2016 01:09 Asia/Kabul
  • د لاهور د پرونۍ چاودنې د مړو شمیر ۷۰ ته ورسید

د پاکستان په لاهور کښې د پرونۍ چاودنې د مړو شمیر ۷۰ تنو ته رسیدلی په داسې حال کښې چې کابو ۳۰۰ ټپیان دی. په پنجاب صوبه کښې درې ورځې ویر اعلان شو.

د ایرنا د خبر له مخې، له دې امله چې دا چاودنه په ګلشن اقبال نومی ستر پارک کښې د ماشومانو د لوبو او ځانګوګانو سره نزدې شوې ده، زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان دی.

د پاکستان پولیس وایی چې په چاودیدونکو موادو کښې د چرو کارول سبب شوی چې د دې ترهګرې چاودنې له امله د مړو او زخمیانو شمیر دومره زیات شی.

د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف په ټوله صوبه کښې درې ورځې عمومی ویر اعلان کړ.

اخو د سند صوبې اعلی وزیر قایم علی شاه هم پخپله صوبه کښې یوه ورځ عامه عزا اعلان کړې ده.

د لاهور پولیسی سرچینو ویلی چې دا یوه ځانمرګې چاودنه وه.

په طالبانو پورې پیئلې جماعت الاحرار ډلې د یادې چاودنې پړه منلې ده.

د دې ترهګرې حملې د زیاتره زخمیانو د حالت خرابوالی ته په پام سره د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال ډیر دی.