په کورنۍ او نړیواله سویه د لاهور د چاودنې سخته غندنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i6187-په_کورنۍ_او_نړیواله_سویه_د_لاهور_د_چاودنې_سخته_غندنه_شوې
د پاکستان وزیراعظم او نواز شریف د لاهور پرونۍ ترهګره حمله سخته وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2016 01:12 Asia/Kabul
  • په کورنۍ او نړیواله سویه د لاهور د چاودنې سخته غندنه شوې

د پاکستان وزیراعظم او نواز شریف د لاهور پرونۍ ترهګره حمله سخته وغندله.

د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې پرونۍ ترهګره چاودنه د وزیراعظم نواز شریف، ولسمشر ممنون حسین او د دغې صوبې د اعلی وزیر شهباز شریف په شمول د هیواد ډیرو سیاسی او دینی مشرانو سخته وغندله.

همداشان د هندوستان وزیراعظم نریندر مودی هم خپل پاکستانی سیال نوازشریف ته په ټیلیفون کولو سره یاده چاودنه سخته وغندله او ویې ویل چې بزدلو ترهګرو یوځل بیا بیګناه ښځې او ماشومان په نښه کړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم نواز شریف ته په ټیلیفونی تماس کښې له یادې پیښې خواشینی وښودله.

افغانستان، امریکې، انګلستان، کاناډا، د ملګرو ملتو سرمنشی، پاپ فرانسس او نورو ډیرو نړیوالو مشرانو هم د ترهګرې د دې پیښې سخته غندنه کړې او د پاکستان له حکومت او ولس سره یې خواخوږی ښودلې ده.