د پارلېمانی تعلقاتو په پیاوړتیا د ایران او پاکستان تاکید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61923-د_پارلېمانی_تعلقاتو_په_پیاوړتیا_د_ایران_او_پاکستان_تاکید
د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاریجانی او د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق نن سحر په اسلام آباد کښې کتنه او د پارلېمانی تعلقاتو او دوو اړخیزو روابطو په بیاوړتیا تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2017 08:05 Asia/Kabul
  • د پارلېمانی تعلقاتو په پیاوړتیا د ایران او پاکستان تاکید

د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاریجانی او د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق نن سحر په اسلام آباد کښې کتنه او د پارلېمانی تعلقاتو او دوو اړخیزو روابطو په بیاوړتیا تاکید وکړ.

د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق په دغه کتنه کښې په اسلام آباد کښې د سیمې د شپږو هېوادونو د پارلېمانونو د مشرانو په وړومبۍ غونډه کښې د ایران د پارلېمانی پلاوی له ګډون څخه په قدرونې سره وویل: په دغه غونډه کښې د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر شتون د دغې غونډې د کامیابۍ یو مهم دلیل دے.

د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر د ایران او پاکستان دوستان او دښمنان یو وبلل او تاکید یې وکړ: د ایران اسلامی جمهوریت د  اسلام آباد لپاره د یو ډېر مهم هېواد په توګه پېژندل کیږی.

سردار ایاز صادق په دې باندې په تاکید سره چې د پاکستان د ګوادر او د ایران  چابهار بندرونه د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په پیاوړتیا کښې یو مهم کردار ادا کولې شی د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر ته یې  د ګوادر بندر د کتو لپاره بلنه ورکړه.

ډاکټر علی لاریجانی هم په دغه کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې  ایران او پاکستان په ټولو زمینو کښې دوستانه تعلقات لری د ګوادر او چابهار بندرونو ترمېنځ په رېلی او سړکی ارتباط باندې تاکید وکړ او  دغه موافقه یې د دواړو هېوادونو په ګټه او د نړۍ لپاره یو مثبت پېغام لرونکې وبلله.

لاریجانی همدارنګ د پاکستان د قومی اسمبلۍ له مشر څخه  په بین المجالس اسلامی کانفرنس کښې چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ  کښې په تهران کښې جوړیږی د ګډون لپاره بلنه ورکړه.

علی لاریجانی «له ترهه ګرۍ سره د مقابلې خنډونه او د سیمه ایزو ملګرتیاو رول» نومې کانفرنس کښې د ګډون لپاره اسلام آباد ته لاړ دے. دغه کانفرنس د پاکستان د قومی ا سمبلۍ په نوښت او د ایران، پاکستان، روسیې، افغانستان، چین او ترکیې شپږو هېوادونو د پارلېمانونو د مشرانو په ګډون سره جوړ شو.