د پارلېمانی تعلقاتو په پیاوړتیا د ایران او پاکستان تاکید
د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاریجانی او د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق نن سحر په اسلام آباد کښې کتنه او د پارلېمانی تعلقاتو او دوو اړخیزو روابطو په بیاوړتیا تاکید وکړ.
د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق په دغه کتنه کښې په اسلام آباد کښې د سیمې د شپږو هېوادونو د پارلېمانونو د مشرانو په وړومبۍ غونډه کښې د ایران د پارلېمانی پلاوی له ګډون څخه په قدرونې سره وویل: په دغه غونډه کښې د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر شتون د دغې غونډې د کامیابۍ یو مهم دلیل دے.
د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر د ایران او پاکستان دوستان او دښمنان یو وبلل او تاکید یې وکړ: د ایران اسلامی جمهوریت د اسلام آباد لپاره د یو ډېر مهم هېواد په توګه پېژندل کیږی.
سردار ایاز صادق په دې باندې په تاکید سره چې د پاکستان د ګوادر او د ایران چابهار بندرونه د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په پیاوړتیا کښې یو مهم کردار ادا کولې شی د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر ته یې د ګوادر بندر د کتو لپاره بلنه ورکړه.
ډاکټر علی لاریجانی هم په دغه کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې ایران او پاکستان په ټولو زمینو کښې دوستانه تعلقات لری د ګوادر او چابهار بندرونو ترمېنځ په رېلی او سړکی ارتباط باندې تاکید وکړ او دغه موافقه یې د دواړو هېوادونو په ګټه او د نړۍ لپاره یو مثبت پېغام لرونکې وبلله.
لاریجانی همدارنګ د پاکستان د قومی اسمبلۍ له مشر څخه په بین المجالس اسلامی کانفرنس کښې چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کښې په تهران کښې جوړیږی د ګډون لپاره بلنه ورکړه.
علی لاریجانی «له ترهه ګرۍ سره د مقابلې خنډونه او د سیمه ایزو ملګرتیاو رول» نومې کانفرنس کښې د ګډون لپاره اسلام آباد ته لاړ دے. دغه کانفرنس د پاکستان د قومی ا سمبلۍ په نوښت او د ایران، پاکستان، روسیې، افغانستان، چین او ترکیې شپږو هېوادونو د پارلېمانونو د مشرانو په ګډون سره جوړ شو.