دپاکستان ولس به آخر ترکومه دقربانۍپسُونه وی ؟
دپاکستان په لاهور کې په ګلشن اقبال پارک کې په سلګونوخلک یوځل بیا د ځان مرګو جنایتکارو دغړیدلو تفکراتو قربانی شول او وینه ئې توی شوه .
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې په ګلشن اقبال پارک کې پرون ناوخته په داسې حال کې چې دعیسایانو دایسټر ورځې دلمانځلو په دلیل ډیره زیاته ګڼه ګوڼه وه یوه ځان مرګی جنایتکار پر ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد دعاموخلکو په مینځ کې چې زیاتره پکې ماشومان وو او په لوبو بو خت ؤ ، وچاودول او دوروستیو راپورونو په اساس پکې د ۲۹ماشومانو پشمول ۷۲کسان وژل شوی او څه دپاسه درې سوه نور ټپیان شوی دی چې ویل کیږی ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شی . له دغې غمیزې وروسته سملاسی د لاهور ستر ښار ټول پارکونه وتړل شول او دپیښې سیمه او شاوخوائې دپاکستان پوځ پخپل کنټرول کې واخستې .
داهم وویل شول چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف له د غې غمیزې وروسته انګلستان ته خپل سفر هم لغوه کړ او دپنجاب حکومت په درستې صوبې کې د دغې غمیزې په مناسبت ویر اعلان کړی دی .
راپورونه ښئ چې پولیسو هم دځان مرګی کس دڅلورو وروڼو پشمول پنځلس شکمن کسان هم نیولی دی . داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان طالبانو ډلې ددغې غیر انسانی غمیزې پړه هم په غاړه اخستې ده .
دلومړنیو څیړنو په اساس اته ویشت کلن ځان مرګی محمد یوسف دپنجاب صوبې دمظفرګړ د فتح سهرانی سیمې او سیدونکی ؤ، خو له تیرو اتوکلونو راهسې په لاهور کې هستوګن ؤ او په همدغې سمیې کې دیوې مذهبی مدرسې استاد هم ؤ . له دې مخکې ئې په ډیره غازی خان کې په یوې مذهبی مدرسې کې زده کړې کړې وې . د دغه ځان مرګی کس شپږ وروڼه ؤ .
پاکستان پرون د لاهور ښار پر سترې غمیزې سربیره ، په کراچۍ ،پنډۍ ،اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې دانجمن طلبه اسلام د محصیلینو غړو دسترو مظاهرو ډګرونه هم وو چې دغه مظاهرې اواعتراضونه ئې د هغه ممتازقادری دڅلویښتۍ په مناسبت ترسره کړی چې دپنجاب صوبې دګورنر سلمان تاثیر قاتل ؤ او څلویښت ورځې مخکې پانسی کړائ شوی ؤ .ممتاز قادری یو افراطی کس ؤ او دسلمان تاثیر د وژلو په وخت دهغه ساتونکی هم ؤ او پر سلمان تاثیر ئې تورلګولی ؤ چې داسلام دګران پیغمبر په شان کې ئې ګستاخی کړې وه حالانکه وروسته معلومه شو ه چې داسې څه خبره نه وه او سلمان تاثیر هم دیوه قانونی مادې په باب یوازې دومره وئیلی چې له دغې مادې ناسمه استفاده کیږی .
په پرونیو مظاهرو کې دکراچۍ په څیر په سترو ښارونو کې مظاهره چیانو حکومتی او عمومی ودانیو ته ډیر تاوانونه هم اړو لی دی او په ځینو ځایونو کې ډزې هم شوی دی په تیره بیا په اسلام اباد کې ئې هم ډ یر تاوانونه اړولی او دمیټرو بسونو ځینی تمځایونه ئې په بشپړ ډول سوزولی دی .
دتهران دپښتو خپرونې په دې باب دپاکستان دیوه وتلی حقوق پوه او دعوامی نیشنل ګوند دمرکزی شورا غړی ښاغلی لطیف آ فریدی نظر پوښتلی چې هغه هم په ځواب کې ویلی دی ، دپاکستان امنیتی وضعیَت په حقیقت کې ددغه هیواد دپوځ داستخباراتی ادارو دغلطو سیاستونو نتیجه ده . دپاکستان ددغه مشهور حقوق پوه په وینا، هغه ټولې افراطی ډلې ، چې نن سبا ئې دبې دفاع خلکو له ژوند مالونو سره لوبو ته مخه کړې او وخت په وخت ئې پخپلو وینو کې لمبوی او تردې دمه ئې په زرګونو کسان دخپلو غیر انسانی تفکراتو او جنایتونو قربانی کړی دی ، دپاکستان دهمدغو استخباراتی اورګانو راپنځول شوی او رو زل شوی دی او له هغوی ئې دهندوستان ،افغانستان او ځینو نورو هیوادونو په مقابل کې دیوې سټراټژیکې وسلې په توګه استفاده کړې ده او حتی اوس ه م ورځینی استفاده کوی او دعامو خلکو ورځنی ژوند ئې تریخ کړی دی . دښآغلی آفریدی په وینا؛ پاکستان ،ددې په ځای چې له خپلو داخلی ترهه ګرو څخه په ملاتړ نور هیوادونه تورن کړی ، باید خپل سیاستونه بدل کړی، دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړی ،څو نور هیوادونه هم ورته کارونه ونه کړی .
دتهران ریډیو همداراز په همدې هکله دپاکستان دیوه پخوانی سناتو ر او پختونخواه ملی عوامی ګوند دیوه مشر رضا محمد رضا نظر هم وپوښت چې هغه هم په ځواب کې دښاغلی لطیف آفریدی دنظر په تائیدولو سره وویل ، هرعمل یو عکس العمل هم لری ، دپاکستان استخباراتی ادارې په تیره بیا دپوځ اطلاعاتی اورګانونه له اتیایمې میلادی لسیزې راهسې او په تیره بیا له هغه وخت راهسې چې کله پوځی دیکتاتور جنرال ضیا الحق دهیواد دچارو واګې په لاس کې واخستې ، افراط پال ئې راپورته کړل او له هغوی ئې په افغانستان او کشمیر کې دیوې سټراټیژیکې وسلې په توګه استفاده وکړه . دپاکستان د دغه سیاستوال په وینا، ترڅو چې ولسی حکومت په حقیقی توګه دهیواد دچارو واګې په لاس کې ونه لری ، د دغه هیوا دپوځ به له مذهبی افراطیانو دسټراټیژیکې وسلې په توګه استفاده کوی . هغه ز یاته کړې ،نن سبا سره له دې چې ټاکل شوی ولسی حکومت په ظاهره په هیواد کې دیره شوی او ظاهری و اک په اختیار کې لری ، خو عملا دهیواد دچارو وا ګې دپوځ په لاس کې دی او ډیری هیوادونه دپاکستان دپوځ له دغه ډول کړچارونو راضی نه دی .
(عاشق حسین )