پاکستاني سوداګرو د ایراني شیانو د ګمرک د کمیدو غوښتنه وکړه
د پاکستان د جوړونکو او آبادونکو د ټولنې مشر د اسلام آباد له حکومته وغوښتل چې پر ایراني شیانو ګمرکي تعرفه کمه کړي.
عارف یوسف جیوا نن د پاکستان په کراچۍ کښې د ایرنا خبریال ته وویل: د سرامیکو او کاشۍ یعنې ټایلونو او ماربلو په شمول د اسلامي ایران جوړ شیان او تولیدات ډیر ښه کیفیت لري او په پاکستان کښې یې مینه وال هم زیات دي.
هغه په دې خبرې سره چې له ایرانه د ټایلونو د واردولو لپاره د پاکستان د ګمرکي تعرفو (کسټمز ټیرف) لوړ دی، زیاته کړه: پاکستاني سوداګر غواړي چې له اروپايي هیوادونو د دې شیانو د اخیستو پرځاې هغه د ایران له ګاونډي هیواده برابر کاندي.
یوسف جیوا د ایران له کلتور او تمدن سره د پاکستان د خلکو د مینې یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د داسې بډایه اشتراکاتو شتون په پاکستاني بازارونو کښې د ایران د باکیفیته شیانو د خرڅیدو اصلي لامل دی.