د پاکستان په چمن سرحدي سیمه کښې دوه ترهګرې چاودنې وشوې
Jan 01, 2018 10:23 Asia/Kabul
د بلوچستان صوبې په ناامنۍ کښې زیاتره د سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او جماعت الاحرار په شان ترهګرې ډلې لاس لري.
د پاکستان د سویل لویدیځ ولایت بلوچستان په چمن سرحدي سیمه کښې د دوو ترهګرو چاودنو له امله اته تنه زخمي شول.
د ایرنا د خبر له مخې د چمن ښار پولیسو وویل چې دا دوه چاودنې په دغه سرحدي ښار کښې د اطلاعاتي ادارې ودانۍ ته څیرمه شوې دي او اته کسان پکښې زخمي شوي دي.
د دې چاودنو پړه تراوسه چا نه ده منلې.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې چمن سیمه د افغانستان په سرحد کښې پرته ده.
د بلوچستان صوبې په ناامنۍ کښې زیاتره د سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او جماعت الاحرار په شان ترهګرې ډلې لاس لري.
ټیګونه