په رښتیا په پاکستان کې پوځ دترهه ګرو په ضد دعملیاتو هوډکړی؟
دپاکستان دسیاسی او امنیتی وضعیَت په بحرانی کیدا پسې ددغه هیواد لومړی وزیر لندن ته او اووس ویل کیږی چې واشنګټن ته ئې هم خپل کیدونکی سفر لغوه کړی دی،که څه هم وئیل کیږی واشنګټن ته دپاکستان د لومړی وزیر نواز شریف دسفر لغو ه کیدا په رسمی توګه تائید شوې نه ده
زمونږخبر یال راپورراکړ ، ټاکل شوې وه چې دپاکستان لومړی وزیر په واشنګټن کې ترسره کیدونکی هغه کنفرانس کې ګډون و کړی چې دایټمی هیوادونو مشران پکې غونډیږی ، البته پر دې سربیره داهم ټاکل شوې وه چې نواز شریف دامریکا له ولسمشر باراک اوباما سره یوه مهمه کتنه هم وکړی . دپاکستان لومړی وزیر بیګا دټیلیوژن له لارې خپل ملت ته په وینا کې وویل ، هیڅکله به هم اجازت ورنه کړی چې ترهه ګر بیا سرراپورته ک ړی او دا دحکومت یو کلک هوډ دی .
دهغه په وینا؛په تیرو درو کلونو کې په اوڅاره توګه دترهه ګرۍ په سپیرو فعالیتونو کې کمښت راغلی دی . خو په عین حال کې هغه ویلی دی ، دپاکستان ملت او س دتیرې یکشبنې ورځې دبوږنونکی غمیزې له امله ویرجن دی . پر دې اساس نواز شریف خبرداری ورکړی ، دشهیدانو دوینو یوې یوې قطرې حساب او غچ به واخلی . . دپاکستان دلومړی وزیر په وینا، دترهه ګرۍ په ضد د ۲۰۱۴کال له مینځیو پیل شو ی او هماغه راز به دوام ولری او تروروستی ترهه ګر دله مینځه وړلو پورې به په کرار کې نه نی . نواز شریف خپل ملت ته دخطاب په دغې وینا کې وویل ، هغه کسان چې داسلام اوقرآن په نامه ناکراری او د ولس لپاره مشکلات راولاړوی ،هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی ، ځکه اسلام دامن او ورورولۍ درس ورکوی .
دپاکستان لومړی وزیر همداراز وویل حکومت تراوسه پورې له صبر اوزغمه کار اخستی دی ،خو په ډیر افسوس سره وایم چې په تیرو دیارلسو کلونو کې په پاکستان کې هیچا هم هڅه نه ده کړې له دغې فتنې سره مخامخ شی .
دپاکستان دسیاسی او امنیتی چارو ډیری کارپوهان اوشناندی و ائی ، دپاکستان امنیتی وضعیَت له دې وروسته بحرانی شو چې ځینو افراط پالو اوظاهرا مذهبی ډلو د هغه ممتار قادری دڅلویښتۍ په مناسبت ، چې دپاکستان دپنجاب صوبې دګورنر سلمان تاثیر د وژلو په د لیل پانسی شوی ؤ ، مظاهرو ا و اعتراضونو ته مخه کړه او په اسلام اباد کې ئې د دغه هیواد پار لیمان او دصدراعظم د فتر دکلابند کولو هڅه وکړه او اوس هم ددغه هیواد دپارلیمان په وړاندې ئې پرلتۍ وهلی دی . دوهمه داچې په لاهور کې دګلشن اقبال پارک دننه دځان مرګی برید له امله د۲۹ماشومانو پشمول څه دپاسه اتیا کسان ووژل شول چې زیاتره پکې مسیحیان دی چې دمسیحیانو دایسټر د جشن دلمانځلو لپاره په دغه پارک کې غونډ شوی وو .
دممتار قادری دپانسی کیدا په باب باید وویل شی هغه دپنجاب صوبې دوخت ګورنر سلمان تاثیر یوساتونکی ؤ او دافراطی اوسرزورو مذهبی ډلو تر اغیزلاندې ورغلی ؤ او سلمان تاثیر ئې په اسلام اباد کې په دې تور وژلی ؤ چې هغه داسلام دګران پیغمبر په شان کې ګستاخی کړې ده ،حال داجې وروسته معلومه شوه چې هغه (سلمان تاثیر ) یوازې دومره ویلی وو چې د درسول ا... بزرګوار دسپیڅلی مقام په باب د قانون له مادې ناسمه استفاده کیږی .
دتهرا ریډیو پښتو خپرونې په دې مناسبت دپاکستان دیوه تکړه خبریال او په پیښور کې دنیوز ورځپاڼې دبیورو چیف نظر پوښتلی چې هغه هم په ځواب کې وویل ، که څه هم دلاهور غمیزې په څیر دبوږنونکو واقعو اټکل کول او مخنیو ی نشی کیدلی ، خو هغه شخړه چې په اسلام اباد کې د پانسی شوی ممتازقادری دپلویانو د هلې ګولې حکومتی مامورانو مخنیوی کولی شو چې یوازې کابو دوه زره کسان دیوه هیوادپه پلازمینې او حساسو سیمو کې په دومره پراخ ډول تاوانونه اړوی او بیا هڅه کوی دپارلیمان او دلومړی وزیر ددفتر ودانۍ او دغه راز نور مهم تاسیسات او حساسې ودانۍ کلابند ې کړی او دهغو کسا نو دخوشی کولو غوښتنې وکړی چې دممتاز قادری دجنازې په وخت ئې یولړ ورانکارۍ کړی وې او داغوښتنه ئې هم کړې وه چې باید دحکومت له خوا دممتاز قادری دشهید بللو او هرکال ئې د دهغه دپانسۍ دورځ دشهید دورځ په توګه دلمانځلو اقدام وکړی . خو حکومتی ماموران او ادارې ونه تو انیدې ددغو افراطی او په ظاهرا دمذهبی ډلو له خوا دهیواد ضد اوقانون ضد اقداماتو مخنیوی وکړی او په نهایت کې مجبوره شول له پوځ څخه مرسته و غواړی او اوس پوځی ځواک داسلام اباد په حساسو سیمو اومهمو ودانیو کې دیره شوی دی او پوځ هم اوس له پرلتۍ وهونکو سره دنورو کسانو دیوځای کیدا اجازت نه ورکوی ،پوځی ځواک نه یوازې داسلام اباد کنټرو ل پخپل لاس کې اخستی بلکې د پوځ دعمومی قوماندان جنرال راحیل شریف په حکم ئې په درستې پنجاب صوبې کې دترهه ګرو او دهغوی دملاتړ کونکو په ضد ئې عملیات پیل کړی دی . داچې زیاتره ترهه ګرې او افراطی ډلې په پنجاب صوبې په تیره بیا ددغې صوبې په جنوبی برخو کې د ی ، اوس به ولیدل شی چې آیا پوځ له ترهه ګرو سره جرړه ایز چلند کوی او که څنګه ؟
ښاغلی یوسفزئ داکار شونې نه ګڼی او و ائی، ممکنه نه ده دغه کار وشی ، خو تهران ریډیو بیا په همدې باب دافغانستان دملی امنیت دشورا دکلتوری او مطبوعاتی دفتر د مسئول ښآغلی نجیب منلی نظر غوښتی چې هغه هم په ځواب کې وویل ، هغه څه چې دپاکستان مظلوم ولس نن سبا ورسره لاس او ګریوان دی ، دپاکستان دپوځ د استخباراتی ادارې آئی ایس آئی او ددغه هیواد نورو اطلاعاتی ادارو د هغو غلطو سیاستونو نتیجه ده چې دخپلو موخو او ګټو لپاره ئې په نورو هیوادونو په تیره بیا په افغانستان کې ئې له اتیایمې میلادی لسیزې یعنی له پخوانی شوروی سره پوځ سره د جنګ په وخت برابر شوی ؤ او دهمدغو سیاستونوپه اساس ئې په پاکستان کې دغه افراطی او سرزوری او ظاهرا مذهبی ډلې ټپلې راپنځولی دی او او س ترې دخپلې خوښې استفاده کوی چې نن سبا ئې دهمدوی ګریو ان ته لاسو نه اچولی دی . نجیب منلی ، په پنجاب صوبې کې د ترهه ګرو په ضد دپوځی دعملیاتو پیلیدا ته په پام سره وویل ، دغه عملیات سټراټیژیک نه دی ،ځکه تراوسه پورې دپاکستان له خوا هماغه غلط سیاستونه تعقیبیږی چې دهمدغو سیاستونو په خاطر ده چې دافغانستان دسولې پروسه تحقق نه مومی او ټاکل شوې چې سږکال هم جنګ ځپلی افغانستان لازیات سخت جنګونه ووینی .
(عاشق حسین طوری)