پاکستان له ایران سره دبانکی اړیکو ټینګیدا ته خوشبین دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63485-پاکستان_له_ایران_سره_دبانکی_اړیکو_ټینګیدا_ته_خوشبین_دی
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان تجارتی ټولنو د پآکستان داقتصادی چارو د وزارت دلوړپوړو چارواکو د دغه شان څرګندونو تود هرکلی کړی او وئیلی ئې دپاکستان تاجران به په دې زمینې کې لاغوره رول ولوبوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 16, 2018 01:38 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره دبانکی اړیکو ټینګیدا ته خوشبین دی

داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان تجارتی ټولنو د پآکستان داقتصادی چارو د وزارت دلوړپوړو چارواکو د دغه شان څرګندونو تود هرکلی کړی او وئیلی ئې دپاکستان تاجران به په دې زمینې کې لاغوره رول ولوبوی .

د پاکستان  داقتصادی چارو سلاکار  رانا  محمد افضل خان  په اسلام اباد کې ایرناخبری آژانس  سره په خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره  چې  دایران او پاکستان ترمینځ دبانکی اړیکو د بیرته  پیلولو لپاره  خپلې ټوله هلې ځلې  کاروی ،ووئیل ،  اسلام اباد   له تهران سره  دبانکی اړیکو  ټینګولو ته هوډ من دی او په دې باب  خبرې اترې روانې دی .

یرناخبری آژانس راپورورکړ  افضل خان  وئیلی ، د دواړو هیوادنو لوړپوړی چارواکو  د دوواړخیزو مبادلاتو  د ا ندازې تر پنځه میلیارډ ډالرو ترارزښت پورې د پراختیا دضرورت په باب  موافقه لاسلیک کړې ده  او د بانکی اړیکو بیرته پیلیدا او  داړتیاوړ  ارتباطی چینلونو   رامینځةکیدا   د دغې موخې  په پوره کیدا کې بریالۍ  چارې ګڼی .

 هغه زیاته کړې  ایران او پاکستان  بې له شکه  په لټه کې د ی څو  خپلې اړیکې  له مقابل لوری سره په تیره بیا  په اقتصادی زمینې کې لاپراخې کړی  او پاکستان  هم   له ایران سره د تجارتی  اړیکو    له لاښه کیدو سره ډیره دلچسپی لری .  هغه روښانه کړې  ، دواړه هیوادونه    دبانکی اړیکو بیرته پیلولو ته کلک هوډ لری او پکاری دی  دپاکستان بانکونه  هم  ډګر ته راووځی څو کریډیټی سندونه   پراخ او رابرسیره شی  او ځینی لازمې  چارې هم ترسره شی څو په دې لارې کې  شته خنډونه هم ختم شی .

 داپه داسې  حال کې دی چې  دپاکستان  تجارتی ټولنو د پآکستان داقتصادی  چارو د  وزارت دلوړپوړو چارواکو د  دغه شان څرګندونو  تود هرکلی کړی او وئیلی ئې دپاکستان تاجران به په دې زمینې کې  لاغوره رول ولوبوی .