پاکستان دې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي
پاکستان او افغانستان د سرحدي اختلافاتو سربیره همداشان یوبل د ترهګرو په ملاتړ او د دواړو هیوادونو د پولو د امنیت په ټینګولو کښې په ناتوانۍ هم تورنوي.
د جمعیت علمای پاکستان مشر د افغانستان په وړاندې د اسلام آباد د سیاستونو د غلط بللو په ترڅ کښې له دغه هیواد سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې مولانا فضل الرحمان پرون وویل: د افغانستان په وړاندې د اسلام آباد غلط سیاست د پاکستان د حکومت د لازیات یوازې کیدو او په افغانستان کښې د هندوستان د رول د زیاتیدو سبب کیږي.
مولانا فضل الرحمان زیاته کړه: په مختلفو برخو کښې د افغانستان او پاکستان اختلافات په خبرواترو او مذاکراتو کښې هواریدی شي.
پاکستان او افغانستان د سرحدي اختلافاتو سربیره همداشان یوبل د ترهګرو په ملاتړ او د دواړو هیوادونو د پولو د امنیت په ټینګولو کښې په ناتوانۍ هم تورنوي.