په لاهور کښې د پاکستان د حکومت د مخالفانو احتجاجی غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63635-په_لاهور_کښې_د_پاکستان_د_حکومت_د_مخالفانو_احتجاجی_غونډه
د پاکستان د حکومت د مخالفو ګوندونو د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې احتجاجی غونډه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2018 15:55 Asia/Kabul
  • په لاهور کښې د پاکستان د حکومت د مخالفانو احتجاجی غونډه

د پاکستان د حکومت د مخالفو ګوندونو د پنجاب صوبې په لاهور ښار کښې احتجاجی غونډه وکړه.

د پاکستان ډان خبری سائیټ د رپوټ له مخې په لاهور ښار کښې د پاکستان د حکومت د مخالفینو د غونډېدو په وجه د دغه ښار تجارتی مرکزونه، مدرسې او د زدکړو مراکز وتړل شول.

له شپږو زرو نه زیات پولیس ځواکونه د دغو اعتراضاتو د امنیت د ټینګولو لپاره د تیارۍ په حال کښې راغلل.

د اسلام آباد د حکومت له مخالفانو څخه د پاکستان عوامی تحریک مشر طاهر القادری وویل: د پنجاب د وزیراعلی شهباز شریف او د قانون د وزیر رانا ثناء ا... چې د ۲۰۱۴ کال  د ماډل ټاون په پېښه کښې د عوامی تحریک ګوند د غړیو په قتل عام کښې یې لاس لرلے د استعفاء مهلت ختم شوےدے.

ویل کیږی چې د پاکستان د عوامی تحریک ګوند مشر د پیپلز پارټۍ او تحریک انصاف غوندې سترو ګوندونو په یوځاے کولو سره د شهباز شریف او رانا ثناء ا... په شمول د دغې پېښې له اصلی عاملانو څخه د انتقام کوشش کوی.