پاکستان د مشال راډیو خپرونې بندې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63763-پاکستان_د_مشال_راډیو_خپرونې_بندې_کړې
زمونږخبریال وایی دپاکستان دکورنیو چارو وزارت پرون د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) په سپارښتنه د امریکا د مشال(Mashaal) پښتو راډیو په خپرونو بندیز ولګاوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 01:45 Asia/Kabul
  • دامریکا مشال راډیو تورن دی پاکستان د ماتي خوړلي حکومت ، د ترهګرۍ د مرکز  او ترهګرو ډلو لپاره دامن ځاې په توګه معرفي  کوي .
    دامریکا مشال راډیو تورن دی پاکستان د ماتي خوړلي حکومت ، د ترهګرۍ د مرکز او ترهګرو ډلو لپاره دامن ځاې په توګه معرفي کوي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دکورنیو چارو وزارت پرون د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) په سپارښتنه د امریکا د مشال(Mashaal) پښتو راډیو په خپرونو بندیز ولګاوه .

دپاکستان دکورنیو چارو وزارت د اسلام اباد کمشنر او د پولیسو مشر ته په یوه(۱) حکم کښې وویل د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی (ISI)له راپور سره سم د امریکا د مشال پښتو راډیو پروګرامونه د پاکستان د ګټو پرضد او د یوې دښمنۍ جاسوسۍ ادارې له کړنلارې سره سمون خوری .

دامریکا مشال راډیو تورن دی پاکستان د ماتی خوړلی حکومت ، د ترهګرۍ د مرکز  او ترهګرو ډلو لپاره دامن ځاې په توګه معرفی  کوی .

دپاکستان دکورنیو چارو وزارت اوس فیصله کړی ده چې په اسلام اباد کښې دامریکا د مشال پښتو راډیو سیمه ایز دفتر وتړی او دهغه فعالیتونه بند کړی .

مشال راډیو د پاکستان د خیبر پښتونخوا او د بلوچستان صوبو او دغه راز له افغانستان سره د سرحدی قبایلی سیمو لپاره پروګرامونه خپروی