پاکستان او هند دې پوله ایزې شخړې دخبرواترو له لارې حل کړی
په همداوروستیو څو کلونو کې دکشمیر دشخړې په سر د هند اوپاکستان اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی او داسې کومه ورځ نشته چې د کشمیر کنټرول لاین باندې د دواړو هیوادونو دپوله ساتی ځواک ترمینځ په ډزو کې یو شمیر عام خلک قربانی نشی . دواړه هیوادونه یو بل د اوور بند لپاره د ۲۰۰۳ کال د موافقې په خلاف ورزۍ تورنوی ، البته دواړه هیوادونه د کشمیر د موضوع په سر څو ځله سره ښکر په ښکر هم شوی دی .
دسحر اردوټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوترش پر هندی اوپاکستانی چارواکو غږ کړی ، خپل مشکلات او ستونزې دې دخبرواترو له لارې حل کړی او ولسونه دې له نورو مرګ ژوبلو وژغوری.
دملګروملتو سرمنشی یو ځل بیا د کشمیر دشخړې په سر دهند او پاکستان ترمینځ دمینځګړیتوب غوښتنه وکړه .
په همداوروستیو څو کلونو کې دکشمیر دشخړې په سر د هند اوپاکستان اړیکې تر ډیره حده ترینګلی شوی او داسې کومه ورځ نشته چې د کشمیر کنټرول لاین باندې د دواړو هیوادونو دپوله ساتی ځواک ترمینځ په ډزو کې یو شمیر عام خلک قربانی نشی . دواړه هیوادونه یو بل د اوور بند لپاره د ۲۰۰۳ کال د موافقې په خلاف ورزۍ تورنوی ، البته دواړه هیوادونه د کشمیر د موضوع په سر څو ځله سره ښکر په ښکر هم شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپآکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمرجاوید باجوه پرون هم د سرحدی ځواک لومړنیو مورچلو ته په تلو سره یوځل بیا وئیلی دی ، دهندی عسکرو ورانکارو فعالیتونو ته به په هماغه وخت ځواب ورکوی او هیڅکله به ئې هم د خپلې خاورې باندې تیری ته پرې نه ږدی .