دپاکستان پوځ په سیاسی چارو کې ګوتې نه وهی
د پاکستان اوافغانستان لوړپوړی چارواکی یو بل له ترهه ګرو ډلو سره په ملګرتیاتورنوی چې دغې چارې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې هم تر ډیره حده ترینګلی کړی دی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی باید دپاکستان او افغانستان چارواکی دې په یوه بل د تور لګولو په ځای دترهه ګرۍ په ضد په مبارزې کې سره ملګرتیا وکړی او دریم ګړی ته اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، پوځ د پآکستان په سیاسی چارو کې ګوتې نه وهی ځکه په سیاسی چارو کې ګوت وهنې ، دپاکستان حالات لاترینګلی کوی او په دغه هیواد کې دجمهوری نظام ته تاوان رسوی .
جنرال آصف غفور همداراز روښانه کړې ،په کشمیر کنټرول لاین له پرله پسې حملود هند موخه ، داده چې دنړیوالو ټولنو پام له کشمیر موضوع واړوی ، خود نوی ډیلی تیری به هیڅکله هم بې ځوابه پاتې نشی .
هغه دپاکستان په ضد دامریکا او افغانستان د چارواکو دتورونو په ردولو سره وئیلی دی ، په پاکستان کې د ترهه ګرو ځالې نشته او باید له دلیل پرته دې نور هیوادونه له ترهه ګرو سره په ملګرتیا نه تورنوی .
داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان اوافغانستان لوړپوړی چارواکی یو بل له ترهه ګرو ډلو سره په ملګرتیاتورنوی چې دغې چارې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې هم تر ډیره حده ترینګلی کړی دی ،خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی باید دپاکستان او افغانستان چارواکی دې په یوه بل د تور لګولو په ځای دترهه ګرۍ په ضد په مبارزې کې سره ملګرتیا وکړی او دریم ګړی ته اجازت ورنکړی څو په خړو اوبو کې کبان ونیسی .