پاکستان دامریکا هوایی برید وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64145-پاکستان_دامریکا_هوایی_برید_وغاند
زمونږخبریال وایی پاکستان پرون د خیبر پښتنو صوبې په ټل سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حمله وغندله او زیاته یې کړه دغه چاره له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا روح ته تاوان رسوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 01:30 Asia/Kabul
  •  په پاکستان کښې دافغانستان دکډوالو شتون د ترهګرو ډلو د ملاتړ سبب کیږي .
    په پاکستان کښې دافغانستان دکډوالو شتون د ترهګرو ډلو د ملاتړ سبب کیږي .

زمونږخبریال وایی پاکستان پرون د خیبر پښتنو صوبې په ټل سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حمله وغندله او زیاته یې کړه دغه چاره له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا روح ته تاوان رسوی .

دامریکا بې پایلوټه الوتکې پرون دپاکستان دټل  په ماموزئ سیمه کښې په یوه() کور توغندوی حملې کښې دحقانی ترهګرې ډلې یو قوماندان احسان چې تخلص یې خاورې وو له خپلو دوو(۲) ملګرو سره یوځاې وواژه .

ویل کیږی چې دغه حمله د حقانی ډلې په یوه (۱)پټنځاې شوی وه .

خو دپاکستان خارجه وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې د غوڅ ملاتړ د ماموریت لخوا پرون سهار په ټل سیمه کښې دامریکا دبې پایلوټه الوتکې حمله وغندله او ویې ویل دغه حمله دافغانستان دکډوالو په یوه(۱) کیمپ شوی ده .

پاکستان دغه راز دافغانستان دکډوالو په بیرته ستنیدا ټینګار وکړ او ویې ویل په پاکستان کښې دافغانستان دکډوالو شتون د ترهګرو ډلو د ملاتړ سبب کیږی .