د پاکستان سېنټ د امریکې ډرون حمله وغندله
د پاکستان د سېنټ مشر له افغانستان سره د دغه هېواد په پوله باندې د امریکې ډرون حمله د پاکستان د حاکمیت خلاف ورزی وبلله.
ایرنا خبری اژانس د پاکستان جیو ټی وی په نقل سره رپوټ ورکړ، د پاکستان د سېنټ مشر رضا ربانی پرون د پاکستان او افغانستان د پولو په نزدیو کښې په کرم اېجنسۍ او اورکزۍ اېجنسۍ باندې د پرونۍ ډرون حملې په غندلو سره وویل: د پاکستان سېنټ په دې اړه امریکې ته پرېکنده ځواب ورکوی.
د پاکستان د سېنېټ مشر واضحه کړه، د پاکستان په سیمو باندې د امریکې ډرون حملې د پاکستان د حاکمیت خلاف ورزی ده او اسلام اباد یې نه منی.
د پاکستان د ځینو رسنیو د رپوټ له مخې د حقانی ډلې یو قوماندان په شمالی وزیرستان کښې د امریکې په ډرون حمله کښې وژل شوے دے.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فېصل هم وویل: امریکه د پاکستان په هیڅ یوه سیمه کښې د عملیاتو کولو حق نه لری او پکار دی په پاکستان باندې د خپلې خپل سرې ډرون حملې په باره کښې وضاحت ورکړی.