پاکستان له ټولو هیوادونو سره دملګرتیاؤ په پراختیا پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64249-پاکستان_له_ټولو_هیوادونو_سره_دملګرتیاؤ_په_پراختیا_پسې_دی
دپاکستان لومړ ی وزیر په ډیووس کې داقتصاد دنړیوالې ټولنې په اته څلویښتمې نړیوالې غونډې کې پخپلې وینا کې هم هیله ښودلې ، چې دچین او پاکستان دمشترک اقتصادی کریډور په بشپړ اجرا سره دسیمې د هیوادونو ترمینځ سوله اودوستی زیاتیږی او تاؤتریخوالی به لازیات کم شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 26, 2018 11:45 Asia/Kabul
  • پاکستان له ټولو هیوادونو سره دملګرتیاؤ په پراختیا پسې دی

دپاکستان لومړ ی وزیر په ډیووس کې داقتصاد دنړیوالې ټولنې په اته څلویښتمې نړیوالې غونډې کې پخپلې وینا کې هم هیله ښودلې ، چې دچین او پاکستان دمشترک اقتصادی کریډور په بشپړ اجرا سره دسیمې د هیوادونو ترمینځ سوله اودوستی زیاتیږی او تاؤتریخوالی به لازیات کم شی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ ت د پاکستان  لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی بیګا  د سویس په ډیووس کې  د داقتصاد دنړیوالې غونډې   په څنډې کې په خبری کنفرانس کې  روښانه  کړې ،  دپآکستان حکومت  په تجارتی ، د مخابیراتی شرکتونو ،  دګاډو د ټیکنالوجۍ  او د روغتیا اودرملنې په برخو کې  داقتصاد په نړیوالې ټولنې کې  ګډون کړی دی .

  دپاکستان لومړی وزیر همدراز دچین او پاکستان   اقتصادی کریډور ، دسیمې دهوساینې دپراختیا داغیزمن عامل  او دسیمه ایزو ملګرتیاؤ د  کامیابې تجروبې په توګه یاد کړ.

  له دې مخکې دپاکستان  لومړ ی وزیر  په ډیووس کې داقتصاد  دنړیوالې ټولنې  په  اته څلویښتمې نړیوالې غونډې کې  پخپلې وینا کې هم  هیله ښودلې  ، چې  دچین او پاکستان  دمشترک اقتصادی کریډور  په بشپړ اجرا سره  دسیمې د هیوادونو ترمینځ  سوله اودوستی زیاتیږی او  تاؤتریخوالی به لازیات کم شی .