په پاکستان کې د انفلیّشن زیاتیدا د اندیښنې وړ ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64329-په_پاکستان_کې_د_انفلیّشن_زیاتیدا_د_اندیښنې_وړ_ده
دنړیوال بانک په اعلامیې کې دبهرنیو پورونو د ورکولو لپاره د پاکستان دحکومت ناکامیو او د دغه هیواد پر اقتصاد ئې منفی اغیزو ته په اشارې سره اټکل کړی ؤ چې په ۲۰۱۸کال کې به په پاکستان کې دګرانۍ او انفلیّشن اندازه تر شپږ فی صدو پورې زیاته شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2018 14:27 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د انفلیّشن زیاتیدا د اندیښنې وړ ده

دنړیوال بانک په اعلامیې کې دبهرنیو پورونو د ورکولو لپاره د پاکستان دحکومت ناکامیو او د دغه هیواد پر اقتصاد ئې منفی اغیزو ته په اشارې سره اټکل کړی ؤ چې په ۲۰۱۸کال کې به په پاکستان کې دګرانۍ او انفلیّشن اندازه تر شپږ فی صدو پورې زیاته شی .

 ایرناخبری اژانس راپورورکړ  د  پاکستان دمرکزی بانک یا سټیټ بینک  مشر  طارق باجوه  نن  په کراچۍ  کې په خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ،   تیر کال په پاکستان کې د روپۍ  ارزښت  کابو لس فی صده راټیټ شوی ؤ  او  دپاکستان  له اسعاری زیرمو  دوه اعشیاریه شپږمیلیارډ ډالر هم کم شوی دی.

 هغه وئیلی   په پاکستان کې د    توّرم یا انفلیّشن  زیاتیدا  زیاته شوې ده ،  چې په اقتصادی   او  تجارتی  ټولنو  کې ئې یو لړ اندیښنې رامینځةکړی  دی

 له دې مخکې هم  نړیوال بانک  په پاکستان کې د ۲۰۱۸کال لپاره د  اقتصادی ځوړتیا دپراختیا او  د انفلیّشن  د زیاتیدا  په باب  خبرداری ورکړی ؤ .