په امریکې د پاکستان د وزیراعظم نیوکه
د پاکستان وزیراعظم امریکه د واشنګټن او اسلام اباد د تعلقاتو د خرابولو عامله وبلله.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسی له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل: د امریکې او پاکستان تعلقات له تېرو پینځلسو کلونو راهسې مخ په خړپرېدو دی او د پاکستان په خلاف د ډونالډ ټرمپ په وروستۍ پالېسۍ سره دغه خړپړتیا ورځ په ورځ لا زیاتیږی.
هغه یو ځل بیا وویل، چې پاکستان د امریکې مالی او اقتصادی مرستو ته هیڅ ضرورت نه لری او هغه مالی مرستې چې د ترهه ګرۍ په خلاف جنګ لپاره بیلېدې ډېر ناکافی وی.
شاهد خاقان عباسی همدارنګ وویل: د افغانستان بحران فوځی حل لاره نه لری او ښکېلې خواوې پکار دی د خبرو اترو له لارې جنګ ختم کړی.
د امریکې او پاکستان تعلقات د تېر ۲۰۱۷ کال له اګست څخه د پاکستان په خلاف د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تورلګولو ورسته خړ پړ شوی دی.