د پاکستان په کرم اېجنسۍ کښې د مائن چاودنه
Jan 30, 2018 10:09 Asia/Kabul
د پاکستان د شمال لویدیځ په کرم اېجنسۍ کښې د مائن د چاودېدو له امله لږ تر لږه اوۀ تنه ووژل شول.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې نن سحر د افغانستان له پولې سره نزدې د پاکستان د کرم اېجنسۍ په مقبل سیمه کښې له مائن سره د یو موټر د لګېدو له امله چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې د دریو ښځو په شمول اوۀ تنه ووژل شول.
د کرم اېجنسۍ د چارواکو د وېنا له مخې له دغې پېښې وروسته امنیتی ځواکونه سیمې ته ولېږل شول.
تر اوسه چا کس یا ډلې د دغې چاودنې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې.
ټیګونه