د ګوادر او چابهار بندرونه د یوبل بشپړونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64743-د_ګوادر_او_چابهار_بندرونه_د_یوبل_بشپړونکي_دي
پاکستان د افغانستان د خلکو د ارمان په بنیاد د دغه هیواد د مسئلې د هواري غوښتونکی دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 02, 2018 13:12 Asia/Kabul
  • د ګوادر او چابهار بندرونه د یوبل بشپړونکي دي

پاکستان د افغانستان د خلکو د ارمان په بنیاد د دغه هیواد د مسئلې د هواري غوښتونکی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند په خپله اونیزه غونډه کښې د خپل هیواد ګوادر او د ایران چابهار بندر د یو بل بشپړونکي وبلل.

د ایرنا د رپورټ له مخې محمد فیصل نن په اسلام آباد کښې له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره په خپله اونیزه غونډه کښې د پاکستان د ګوادر بندر له وړومبي فیز څخه د  ګټه پورته کونې په لړ کښې وویل: د ګوادر او چابهار بندرونه د یو بل بشپړونکي دي او د سیمې د ودې لپاره باید په خپلو کښې ملګرتیا وکړي.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ګوادر بندر د نړیوال نندارتون او آزادې سیمې وړومبی فیز په دې وروستیو کښې د ایران، چین، افغانستان او عمان د یوه ډله سوداګرو په شتون سره کار پيل کړ.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د خپلو خبرو په دویمه برخه کښې د افغانستان له طالبانو ډلې او حقاني ترهګرې ډلې د ملاتړ په هکله د پاکستان د حکومت خلاف د تورونو په ردولو سره وویل: پاکستان به پرې نږدي چې خاوره یې د ګاونډیانو خلاف استعمال شي.

محمد فیصل د ترهګرو د نابودولو لپاره د اسلام آباد د حکومت پر هوډ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: پاکستان په دې لاره کښې ډیر قربانیان ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداشان خپل هیواد ته د افغان کډوالو په ستنیدو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: پاکستان د افغانستان د خلکو د ارمان په بنیاد د دغه هیواد د مسئلې د هواري غوښتونکی دی.