پاکستان یو بل توغندی په کامیابۍ سره وآزمایه
Feb 03, 2018 02:11 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ هوايي ځواک له هوا څخه د ویشتل کیدونکي یو توغندي د کامیابې ازموینې خبر ورکړ.
پاکستان ټوډی خبري سایټ لیکلي چې د پاکستان د هوايي پوځ قومندان ایر چیف مارشل سهیل امان د تندر جی، ایف-۱۷ ډوله له هوا څخه په هوا کښې د هدف ویشتونکي میزایل د ازموینې په تاییدولو سره وویل: د دې توغندي کامیابه تجربه د پاکستان د اړتیا وړ ډول ډول پرمختللو وسلو په ډیزایننګ او جوړولو کښې د دې هیواد د توانمنۍ نښه ده.
د پاکستان او هندوستان پوځونه چې په سویلي آسیا کښې د یوبل دودیز سیالان ګڼل کیږي، هره څه موده پس خپل مختلف قِسمه توغندي ازمایي چې زیاتره پکښې د ایټمي خولیو د وړو توان هم لري.
ټیګونه