دپاکستان یو پلاوی نن کابل ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64771-دپاکستان_یو_پلاوی_نن_کابل_ته_ورسید
زمونږ خبریال وایی دپاکستان یو(۱) لوړرتبه پلاوی د امنیتی مرستې او د استخباراتی معلوماتو دتبادلې په شمول په مهمو موضوګانو د غور لپاره نن افغانستان ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 08:05 Asia/Kabul
  • امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوي چې د حقاني ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو وسله وال ، پوځي او استخباراتي ملاتړونه کوي .
    امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوي چې د حقاني ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو وسله وال ، پوځي او استخباراتي ملاتړونه کوي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان یو(۱) لوړرتبه پلاوی د امنیتی مرستې او د استخباراتی معلوماتو دتبادلې په شمول په مهمو موضوګانو د غور لپاره نن افغانستان ته ورسید .

دپاکستان ددغه پلاوی مشرۍ میرمن تهمینه جنجوعه کوی چې پکښې  د پوځ او دحکومت لوړرتبه چارواکی شامل دی .

دغه راز څو ورځې مخکې دافغانستان دملی امنیت مشرمعصوم ستانکزی  او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک هم اسلام اباد ته تللی وو او دکابل د حملې په اړه یې د پاکستان چارواکو ته مدرکونه اوسندونه ورکړی وو .

امریکا او افغانستان تل په پاکستان تور لګوی چې د حقانی ، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو وسله وال ، پوځی او استخباراتی ملاتړونه کوی خو اسلام اباد دغه تور ردوی .