دپاکستان او امریکااړیکو ته دافغانستان له زاوئې لیدل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65007-دپاکستان_او_امریکااړیکو_ته_دافغانستان_له_زاوئې_لیدل_کیږی
دپاکستان موخه د افغانستان لانجمن کول نه دی ، بلکې پاکستان تل په افغانستان کې د امن اوثبات دټینګیدا لپاره ملګرتیا او هڅه کړې ده او له دغه هیواد سره د ګډو هلوځلو غوښتونکی دی . په افغانستان کې امن او ثبات دپاکستان پشمول د درستې سیمې لپاره ډیر مهم دی خوباید ووئیل شی ، چې دافغانستان شخړه له تیرو درو لسیزو راهسې په دغه هیواد کې د امریکائی ځواک د شتون له امله لاترینګلی شوی ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2018 08:15 Asia/Kabul
  •     دپاکستان او امریکااړیکو ته دافغانستان له زاوئې لیدل کیږی

دپاکستان موخه د افغانستان لانجمن کول نه دی ، بلکې پاکستان تل په افغانستان کې د امن اوثبات دټینګیدا لپاره ملګرتیا او هڅه کړې ده او له دغه هیواد سره د ګډو هلوځلو غوښتونکی دی . په افغانستان کې امن او ثبات دپاکستان پشمول د درستې سیمې لپاره ډیر مهم دی خوباید ووئیل شی ، چې دافغانستان شخړه له تیرو درو لسیزو راهسې په دغه هیواد کې د امریکائی ځواک د شتون له امله لاترینګلی شوی ده .

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور ورکړی دپاکستان  خارجه وزیر  خواجه محمد آصف له خبریالانو سره په یولړ څرګندونو کې  وئیلی ، د امریکایانو له خوا له تیر یوه کال راهسې   چې څه آوروو،  په دې خواشینی یوو، داامریکا اوپاکستان تعلقاتو ته د  افغانستان   دحالاتو له زاوئې  لیدل کیږی ، چې اندیښنې رامینځةکولی شی .

 هغه  دیوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې  هیله وښودله  چې  دامریکا او پاکستان اړیکې  عادی شی . دپاکستان خارجه وزیر وئیلی ،  پاکستان له امریکا سره  د  پر اړیکو توجه متمرکز  کول غواړی ، دپاکستان موخه د افغانستان لانجمن کول نه دی ،  بلکې پاکستان  تل    په افغانستان کې د امن اوثبات دټینګیدا لپاره  ملګرتیا  او هڅه کړې ده او له دغه هیواد سره د ګډو هلوځلو   غوښتونکی دی .  په افغانستان کې امن او ثبات  دپاکستان پشمول  د درستې سیمې لپاره ډیر  مهم دی  خوباید ووئیل شی ، چې  دافغانستان شخړه   له تیرو  درو لسیزو راهسې  په دغه هیواد کې د  امریکائی ځواک  د شتون له امله  لاترینګلی شوی ده .