پاکستان په افغانستان کې دسولې دټینګیدادملاتړلپاره په مشروط ډول تیار دی
دپاکستان لومړی وزیر همدراز دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی سټراټژۍ او خپل هیواد ته د امریکا دمرستو غوڅیدا ته هم اشاره وکړه او زیاته ئې کړه ، د دغو مرستو ځنډیدا داسلام اباد پر دریځونو هیڅ اغیزې نه کوی .
ایرنا خبری آ ژانس راپورورکړ دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی پرون مازدیګر په اسلام اباد کې له ډله ایزو رسنیو سره په خبرو کې ووئیل ، پاکستان تیار دی ، دافغانستان دسولې په خبرو اترو کې د ګډون لپاره د طالبانو دغوښتنې په بڼه کې په دې زمینې کې مینځګړیتوب وکړی .
هغه ټینګار کړی ، دسولې په خبرواترو کې د ټولو ډلو له ګډون پرته ، په افغانستان کې د سوله او امنیت نه ټینګیږی او ترڅو چې ټول لوری د سولې خبرواترو ته ونه بلل شی ، دسولې په خبرواترو کې پرمختګ هیڅ امکان نه لری .
دپاکستان لومړی وزیر همدراز دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی سټراټژۍ او خپل هیواد ته د امریکا دمرستو غوڅیدا ته هم اشاره وکړه او زیاته ئې کړه ، د دغو مرستو ځنډیدا داسلام اباد پر دریځونو هیڅ اغیزې نه کوی .
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان لوړپوړو چارواکو تور لګولی چې دپاکستان پوځ اوحکومت په افغانستان کې د سولې دبهیر خنډ دی او نه غواړی په دغه هیواد کې امنیت اوثبات ټینګ شی ، حال دا چې د پآکستان لوړپوړو سیاسی اوپوځی چارواکو په کرتو وئیلی دی ، دافغانستان امنیت اوثبات د پاکستان امنیت اوثبات ګڼی او په جنګ ځپلی افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی ځکه په افغانستان کې سوله اوثبات نه یوازې د دغه هیواد ،بلکې دپاکستان پشمول د درستې سیمې سوله اوثبات دی .