د دوو پاکستانی پوځیانو وژله
Feb 07, 2018 13:54 Asia/Kabul
د پاکستان په شمالی وزیرستان کښې پر پوځیانو په حمله کښې دوه پوځیان وژل شوی.
د ایرنا له راپور سره سم،د خیبر پښتونخوا صوبې د شمالی وزیرستان په میرلی کښې په ترهګره حمله کښې دوه پوځیان وژل شوی دی.که څه هم تر اوسه پورې د دغې حملې پړه چا په غاړه اخیستلی نه ده،خو اکثره پاکستانی طالبان په شمالی وزیرستان سیمه کښې شتون لری.
همدغه راز په باجوړ ایجنسی کښې هم د چودنې له امله د اتو تنو د ژوبلیدا خبر ورکړل شوی دی.