دپاکستان دطالبانودمشر مرستیال وژل شوی
Feb 09, 2018 04:02 Asia/Kabul
-
خو دشمالي وزیرستان سیمې ځاي حکومت وايي چې دامریکا په حملې کښې وژل شوي درې کسان د حقاني ډلې غړي دي .
زمونږخبریال وایی دامریکا بې پایلوټه الوتکو دپاکستان په شمالی وزیرستان کښې په یوې حملې کښې د طالبانو د سجنا ډلې دمشر مرستیال سجنا محسود(Sajna Mehsud) وژلی دی .
ویل کیږی چې دامریکا په دغه حملې کښې دطالبانو ددغه مشر په شمول دوه نور کسان هم وژل شوی دی .
امریکا دغه حمله د پاکستان دشمالی وزیرستان په ګورویک سیمه کښې کړی ده .
خو دشمالی وزیرستان سیمې ځای حکومت وایی چې دامریکا په حملې کښې وژل شوی درې کسان د حقانی ډلې غړی دی او دغه حمله د افغانستان په سیمه کښې شوی ده .
د ویلو ده چې د پاکستان طالبانو ډلې امیر خان سید چې تخلص یې سجنا محسود دی په ۲۰۱۳ میلادی کال کښې ددغه ډلې د مشرۍ لپاره کاندید کړی او هغه د حکیم الله محسود نږدی ملګری ګڼل کیږی .
ټیګونه