امریکا باید د ازغن جال د غځولو لګښت ورکړی
-
دافغانستان او دپاکستان په سرحدونو کښې هره ورځ اوه لکه(۷۰۰۰۰۰) کسان له کومې پلټڼې پرته تګ راتګ کوي .
زمونږ خبریال وایی له اسلام اباد سره دامریکا د پوځی مرستو د ځنډیدا له یوه(۱) میاشت تیریدا وروسته دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل واشنګټن باید د افغانستان او دپاکستان په سرحد کښې د ازغن جال د غځولو پیسې ورکړی .
هغه وویل چې دافغانستان او دپاکستان په سرحد کښې د ازغن جال د غځولو پیسې به دامریکا لپاره زیات لګښت نه وی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل د افغانستان او دپاکستان په سرحد کښې د ازغن جال د غځولو کار به د هغه وسلو والو کسانو چې دکډوالو په جامو کښې دی د ورتلو مخه ونیسی .
هغه دغه راز له پاکستان څخه د افغانستان د دوو(۲) میلیونو کډوالو د ستنیدا دفاع وکړه او ویې وویل دافغان کډوالو ستنیدل په سیمه کښې د صلحې د رامینځته کیدا لپاره ضروری دی ځکه چې دکډوالو کیمپونه د وسله والو ډلو لپاره دکسانو دپیدا کیدا مهم ځایونه دی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل شپږ لکه(۶۰۰۰۰۰) افغان کډوال چې افغانستان ته استول شوی وو اوس بیرته پاکستان ته راستانه شوی دی .
هغه په امریکا او نورې نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددومره زیاتو کډوالو په کوربه توب کولو کښې له پاکستان سره مرسته وکړی او دستنیدونکو افغانانو لپاره دافغانستان دامن کولو لپاره هم مرسته وکړی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل دافغانستان او پاکستان په سرحد کښې د ازغن جالونو غځول د دواړوهیوادونو په ګټه دی .
هغه وویل دافغانستان او دپاکستان په سرحدونو کښې هره ورځ اوه لکه(۷۰۰۰۰۰) کسان له کومې پلټڼې پرته تګ راتګ کوی او دغه چاره ددواړو هیوادونو لپاره یو(۱) خطر رامینځته کوی .