دافغانستان پلاوی پاکستان ته رسیدلی دی .
-
په دغو خبرو کښې دپاکستان دپلاوي مشرۍ به میرمن تهمینه جنجوعه پرغاړه ولري .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان یو(۱) لوړرتبه پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی دی چې د پاکستان او دافغانستان د صلحې او دپیوستون داقدام دپلان(Afghanistan-Pakistan Action Plan for Peace and Solidarity (APAPPS).) په اړه د خبرو دوهم(۲) پړاو ترسره کړی .
د پاکستان او د افغانستان د ګډې کاری ډلې دوهمه(۲) غونډه به له ترهګرۍ سره د مبارزې ، د کډوالو د بیرته ستنیدا، د استخباراتو معلوماتو د شریک کولو ، د تجارتی او ټرانزیټی راکړو ورکړو له لارې د اقتصادی پراختیا او د جامعې پخلاینې د دریځ له لارې د تاوتریخوالی دکمولو په اړه متمرکزه وی .
دافغانستان دپلاوی مشرۍ دخارجه وزیر مرستیال حکمت خلیل کرزی کوی چې پکښې د افغانستان دپوځی عملیاتو او د ملی امنیت دادارې دمشر مرستیال په شمول پوځی او حکومتی چارواکی شتون لری .
په دغو خبرو کښې دپاکستان دپلاوی مشرۍ به میرمن تهمینه جنجوعه پرغاړه ولری .